د ترکيې پولیسو ٢٤ افغان کډوال نیولي دي

March 31, 26 Nazo omari

 

د ترکیې پولیسو ۲۴ هغه افغان کډوال نیولي، چې په ناقانونه توګه یې په دغه هېواد کې ژوند کاوه.
د پولیسو په وینا، یاد کسان تېره ورځ د شرناک ښار اړوند په انداچ کلي کې نیول شوي دي.
پولیسو همدارنګه ویلي، چې درې نور کسان یې د دغو کډوالو د قاچاق په تور نیولي او زندان ته لېږدولي دي.
دوی ټینګار کړی، چې د ٦ زره نورو  ناقانونه کډوالو پر وړاندې د عملیاتو لړۍ لا هم روانه ده.
د یادونې وړ ده، چې ترکيې پولیسو په تېرو درېیو میاشتو کې څه دپاسه  ۸ زره افغان کډوال نیولي دي.