د هواپېژندنې ادارې راتلونکو دوو ورځو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل کړی
خبریال حسین الله محمدخېل
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د بارانونو، تالندې او د سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.
دغې ادارې یاد اټکل د نورستان، پکتيکا، پکتيا، غزنی، ميدان وردګ، باميان، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، تخار، کندوز، سمنګان، پروان، پنچشير، کاپيسا، کابل، لوګر، ننګرهار، کونړ، لغمان، بدخشان، فراه، هلمند، فارياب، غور، دايکندي، اورزګان، کندهار او زابل ولايتونو کې کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، د باران کچه به په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۰ ملي مترو څخه تر ۷۰ ملي مترو پورې وي.
یاده وي، چې د ورستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ګڼ شمېر خلک مړه شوي او لسګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.





