ټولګټو وزارت: د ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد ځينې لويې لارې تړل شوي
خبريال: حسین الله محمد خېل
د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د دوامداره ورښتونو، سېلابونو او د غرونو د ښویېدو له امله يې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځینې لارې د ترافیکو پر مخ تړلي دي.
ياد وزارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په دغه لويو لارو کې د کابل–جلالآباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې، د پروان – بامیان مسیر د سیاهګرد او شینواري په ولسوالیو کې، د میدان وردګ– بامیان مسیر د حاجیګک او اوونۍ کوتلونو په سیمو کې، د غور – هرات، غور–کابل لویې لارې او همدارنګه د غور ولایت د یو شمېر ولسوالیو لارې په موقتي ډول د ترافیکو پر مخ تړلي دي.
دغه وزارت وزير ملا محمد عیسی ثاني، ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې ده، چې د بارانونو او سېلابونو پر مهال بشپړ چمتووالی ولري او د لارو د بندېدو په صورت کې ژر تر ژره اقدام وکړي.
ټولګټو وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتې، چې پرته له بېړنۍ اړتیا څخه، په ځانګړې توګه د شپې له خوا د تړل شویو او زیانمنو لارو پر لور سفر ونکړي.





