سټارمر: د هرمز تنګي له محاصره کولو ملاتړ نه کوو
د برېتانیا لومړي وزیر کیرسټارمر ويلي، هېواد يې د امريکا له لوري د هرمز تنګي د محاصره کولو ملاتړ نه کوي.
هغه ويلي، که څومره هم په دغه هېواد فشار راوړل شي، چمتو نه دي، چې نه د ايران پر وړانډې جګړې ته لاړ شي او نه هم د هرمز تنګي د محاصره کولو ملاتړ وکړي.
نوموړي ويلي، ښه دا ده چې هرمز تنګی په بشپړ ډول خلاص شي، لکه څنګه چې يې په تېرو اوونیو کې مونږ د خلاصون لپاره هڅې وکړې.
دغه څرګندونې داسې مهال کيږي، چې ټرمپ خپلو ځواکونو ته د هرمز تنګي د محاصره کولو امر کړی دی.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ويلي، چې دغه تنګي کې به د کښتیو څار هم وکړي.
هاخوا بیا ايران ګواښ کړی، چې د هرمز تنګي د محاصره کولو پایله يوازې مرګ دی او ځواکونه يې د امريکا دې کار ته اجازه نه ورکوي.
ياده دې وي، ټرمپ دغه پرېکړه داسې مهال کوي، چې پاکستان کې د امريکا او ايران مذاکرات ناکام شول.





