د ایران پخوانی د بهرنیو چارو وزیر، خرازي مړ شو
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پخوانی د بهرنيو چارو وزير، کمال خرازي د اسر.. او امريکا په هوايي بريدونو کې ټپې شوی نن د هغو ټپونو له امله د ژوند پور پرې کړ.
د دغه رسنيو د معلوماتو له مخې، دخرازي په کور امريکا او اسر.. د همدې مياشتې په پيل کې هوايي بريدونه کړې و، چې له امله يې خرازي ټپي او د هغه مېرمن وژل شوې وه، چې اوس له هماغه سختو ټپونو امله نوموړي ساه ورکړه.
خرازي، چې د ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د هېواد د مشرتابه لوړپوړی سلاکار او نور ګڼ مهم مسؤلیتونه یې لرل، چې له ډلې یې د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیک شورا مشري هم کړې وه.





