ټرمپ: که ایران سوله ونه کړه؛ نو تر دې به ورباندې قوي بریدونه وکړو
د امریکا ولسمشر،ډونالډ ټرمپ پنجشنبې په ورځ په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ایران شاوخوا د امریکا د جنګي بېړیو او پوځیانو زیات حضور به تر هغه وخته دوام وکړي "تر څو چې رښتینی تړون په بشپړه توګه عملي شي".
ټرمپ لیکلي، که د هر دلیل له مخې دا کار ترسره نه شي، نو بیا به جګړه پیل له هر هغه څه څخه لویه، قوي او پراخه وي، چې تر اوسه لیدل شوې ده.
هغه همداراز ټینګار کړی، چې د ایران رژیم به هېڅکله اټومي وسلې جوړې نه کړي او د هرمزتنګی به تل لپاره پرانیستې او خوندي پاتې شي.





