ذولفقاري: جګړه به د امریکا او اسرا... تر ماتې دوام کوي
ایران د خاتمالانبیا مرکزي قومنداني ویاند، ابراهیم ذوالفقاري ويلي، «د خدای په توکل سره به دا جګړه به تر هغه دوام وکړي، چې تر څو د امريکا او اسراييلو سپکاوی او رسوايي یقیني شي.»
نوموړی زياتوي، چې امریکا او اسراییلو ته اعلان کوو، چې د ایران د پوځي ځواک او تجهیزاتو په اړه ستاسو استخباراتي معلومات ناسم دي، تاسو د ايران له پراخو او ستراتیژیکو پوځي وړتیاوو په اړه په هېڅ نه پوهېږي.
ذولفقاري زياتوي، چې امريکا فکر کوي، چې دايران ستراتیژیکو توغندیو د تولید مرکزونه، اوږده واټن توغندي او دقیق هدف ویشتونکې بېپیلوټه الوتکې، عصري هوايي دفاعي او برېښنايي جګړې سیستمونه، او ځانګړي تجهیزات له منځه وړي دي؛ خو د دوی دا فکر ناسم دی.
د خاتم الانبياء مرکزي قرارګاه وياند همداراز ويلي، امريکا او اسرائيل دهغه يرغل بیه بايد ورکړئ، چې په يو مسلمان هېواد يې کړی دی.





