ټرمپ: ايران کې خپلو اهدافو ته د رسېدو په حال کې يوو

April 02, 26 Hamdullah Danish

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو تازه څرګندونو کې يو ځل بيا ادعا کړې، چې ايران کې خپلو سترو اهدافو ته د رسېدو په حال کې دی او راتلونکې دوه تر درې اوونيو به دغه هېواد بخت وځپي.

هغه زياته کړې، له تېرو ۳۲ ورځو راهيسې یې ډېرې لاسته راوړنې لرلي او‌ له ايران څخه پېښېدونکي ګواښونه یې له منځه وړي دي.

ټرمپ ټينګار کړی، که ايران بيا ځلي د هستوي وسلو د جوړولو هڅه وکړي، امريکا به بیا پرې بريد وکړي.

هاخوا بيا ايران ويلي، امريکا سره اوربند په هغه صورت کې کوي، چې د ايران شرايط ومني.