عراقچي: د دې وخت را رسېدلی چې امریکايي ځواکونه له منځني ختیځ واېستل شي
د ایران د بهرنيو چارو وزير د سعودي عربستان کې د امريکا پوځي اډه باندې برید ته چې ايران وکړ، ليکلي، ايران سعودي عربستان ته درناوی لري او ورور هېواد يې ګڼي؛ خو جګړه یې د هغه چا په وړاندې ده، چې نه د عربو درناوی کوي، نه د ايران او نه هم د سیمې امنيت نيولی شي.
هغه زياته کړې، د دې وخت را رسېدلی چې امريکايان له منځني ختیځ څخه واېستل شي.
دغه څرګندونې داسې مهال کيږي، چې ځينو رسنيو راپور ورکړی، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو له ټرمپ غوښتي، څو په ايران بريدونه دوامدار وساتي.





