لارووف: د منځني ختیځ کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، نړۍ اوس د نړیوال نظم د بدلون له یوه اساسي پړاو سره مخ ده.
د هغه په خبره، ځینې هېوادونه له خپلو ټاکلو حدونو تېرېږي او د نورو پر حاکمیت تېری کوي.
لاوروف خبرداری ورکړی، چې د منځني ختیځ کړکېچ ورځ تر بلې پراخې جګړې ته نږدې کېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې روسیه د ډیپلوماسۍ له لارې د منځګړیتوب لپاره چمتو ده؛ خو په وینا یې امریکا او اسراییل په دې هڅه کې دي چې عربي هېوادونه د ایران پر ضد را وپاروي.





