ټرمپ : په ایران کې جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده

April 01, 26 Nazo omari

د امریکا ولسمشر اعلان کړی، چې په نږدې وخت کې به په ایران کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي ویلي، چې په راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې به هلته د امریکا پوځي عملیات بشپړ شي.

 د هغه په وینا، دغه عملیات د اسرائیلو په همکارۍ ترسره شوي او موخه یې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی او د پوځي وړتیاوو کمول دي.

هغه ادعا کړې، چې اوس د ایران پر فضا کنټرول لري او د لوړپوړو سیاسي او پوځي څېرو د له منځه وړلو وروسته د واک په جوړښت کې بدلون راغلی دی.

ټرمپ د ایران نوي مشران د پخوانیو په پرتله بنسټپال او ډېر منطقي یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې ایراني مشران د کړکېچ پای ته رسول غوښتنه کوي هغه څه چې تهران وړاندې رد کړي وو.

ټرمپ همداراز ټینګار کړی، چې په ایران کې د پوځي عملیاتو له بشپړېدو وروسته به د تیلو بیې هم کمې شي.