ټرمپ: د شهباز شريف او عاصم منير په غوښتنه ايران سره ۱۵ ورځې اوربند کوم

April 08, 26 Hamdullah Danish

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف او د پوځ د مشر عاصم منير په غوښتنه له ايران سره ۱۵ ورځنی اوربند کوي، چې له مخې به يې مذاکراتو ته هم زمينه برابره شي.

ټرمپ دغه پرېکړه داسې مهال کوي، چې ايران ته د‌ هغه لس ورځنی مهلت نن سهار پای ته ورسېد.

ټرمپ ايران ته تر نن ورځې وخت ورکړی وو، چې هرمز تنګي پرانیزي، کنه سخت بريدونو سره به مخ شي؛ خو د بريدونو دغه ګواښ په اوربند بدل شو.

هاخوا بيا د ايران د بهرنيو چارو وزير سید عباس عراقچي ويلي، که امريکا اوربند ته ژمنه پاتې شي، ايران به هم بريدونه ودروي او دغه راز به د هرمز تنګي څخه د کښتيو د خوندي لېږد په برخه کې هم اقدامات وشي.

همدې حال کې بيا د ايران مذهبي مشر خپلو ځواکونو ته د اوربند په عملي کولو ټينګار کړی دی.