کويټ کې د‌ امريکا پر پوځي اډه د ايران بريد؛ ۱۵ امريکايي پوځيان ټپيان شوي

April 07, 26 Nazo omari

 ایران تېره شپه په کوېټ کې د امریکا پر علي السالم هوايي اډه د ډرون برید ترسره کړی دی.

د راپورونو له مخې، په دغه برید کې ۱۵  امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه‌ بريد د کويټ ببيان ټاپو کې د امريکايي پوځيانو پر اډې د ډرون الوتکو په واسطه شوی دی.

ياد سرتيري له (arifjan camp) راغلي وو، چې د ايران بريدونو کې ټپيان شول.

نړيوال رسنیو ويلي، دغه جګړه کې تراوسه لږ تر لږه ۱۳ امريکايي سرتيري وژل شوي، شاوخوا ۳۰۰ نور ټپيان شوي دي او دغه راز په زياته کچه مالي زيانونه هم اوښتي دي.

ها خوا بیا ايران هم خليج کې د امريکا اډو کې د الوتکو په نښه کولو سربېره خپل هېواد کې هم د امریکا جنګي جيټ الوتکې او چورلکې نسکورې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه جګړه کې د ايران د مذهبي مشر په ګډون ځينو وزیران او د پوځ مهم چارواکي هم وژل شوي دي.