بقايي: له امریکا سره هېڅ ډول مذاکرات نشته
د ایران بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره د اوربند په اړه هر ډول مذاکرات رد کړي او دا یې د جګړې د غځولو لپاره د وخت اخېستو یوه بله هڅه بللې ده.
د یاد وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، امریکا د نړیوالو اصولو پر نقض او ډیپلوماسۍ ته پر نه ژمنتیا تورنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ایران خلک له خپل هېواده دفاع کوي.
تردې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی وو، چې امریکا او ایران د ۴۵ ورځني اوربند پر شرایطو خبرې کوي.
دغه څرګندونې داسې مهال کيږي، چې نن د امریکا او اسرائیلو په بريدونو کې د ايران دوه لوړپوړي نظامي چارواکي په نښه شول.
دغه هېواد ويلي، جګړه پرې تپل شوې او د پای وخت به يې ايران ټاکي.
هاخوا بيا ټرمپ ويلي، چې که ايران يې خبره ونه مني، سخت بريدونه به پرې پيل کړي؛ خو ایران بیا هم د ځوابي اقدام خبر ورکړی دی.





