ایران: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو د امریکا اته الوتکی راغورځولې دي
د ايران سپاه ځواکونو ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د امريکا دوه جنګي جیټانو په شمول اته الوتکې غورځولې دي.
سپاه همداراز ويلي، چې په دغو الوتکو کې یوه F-15 او یوه F-16 جنګي الوتکه، دوه A-10 پرمختللې الوتکې، دوه چورلکې او همداراز دوه د KC-135 سونتوکو رسوونکې الوتکې شاملې دي.
ايران دا الوتکې په داسې حال کې راغورځولې دي، څو ورځې وړاندې ټرمپ ويلي وو، چې د ایران دفاعي سيستم یې له منځه وړی دی.





