ایران: که امریکا جګړه ډېره کړي؛ سیمه ورته دوزخ جوړو

April 05, 26 Nazo omari

 د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه امریکا او اسرائیلو ته ګواښ کړی که تاوتریخوالی ډېر شي؛ نو سیمه به ددغو هېوادونو لپاره په دوزخ بدله کړي.

ددغې قرارګاه قومندان علي عبدالهي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو یرغلګر او جګړه غوښتونکی ولسمشر یاد کړی او د دوی د هېواد پر زیربناوو د برید ګواښ یې يو احمقانه ګام بللی دی.

هغه ویلي، که امریکا د ایران پر زیربناوو برید وکړي؛ نو له دوی به د امریکا او اسراییلو کارېدونکې زیربناوو خوندي پاتې نه شي.

 دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ایران ته ٤٨ ساعته وخت ورکړی، څو هرمز تنګی پرانېزي.