زمير: لبنان د جګړې اصلي ډګر دی او عملياتو ته به دوام ورکوو

April 10, 26 Farmanullah zubairzai

اسراییلو د پوځ لوی درستیز، جنرال ایال زمیر وايي، چې لبنان اوس د جګړې اصلي ډګر ګرځېدلی او عملیات لا هم روان دي.

نوموړي همدا راز ویلي، اسر...  پوځ (IDF) د جګړې په حالت کې دی، په اوربند کې نه دی، د اسر... پوځ به په  همدې جبهه کې جګړې ته دوام ورکوي او دا زموږ د جګړې اصلي سیمه ده.

هغه زیاته کړې، چې په ایران کې موږ په اوربند کې یو، خو هر وخت کولای شو چې هلته بیا جګړه پیل کړو او دا ځل به جګړه  په ډېر قوي ډول وي.