مجتبي خامنهیي: مونږ د جګړې تاوان غواړو
د ایران مذهبي مشر مجتبیخامنهیي اوسنی جګړه "دریمه تحمیلي جګړه" بللې او ویلي یې دي، چې ایران به د دغې جګړې تاوان وغواړي.
هغه ټینګار کړی چې د وژل شویو کسانو د وینې غچ او د زیانونو جبران به وکړي او ویلي یې دي، د هرمزتنګي د مدیریت نوی پړاو به پیل شي.
نوموړی د سیمې هېوادونو ته خطاب کې ویلي، چې پر دروغجنو ژمنو د باور پرځای مناسب غبرګون وښیي.
د هغه په خبره، د راتلونکو مذاکراتو پایلې به د خلکو د فشار او غږونو تر اغېز لاندې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د اسلام اباد په کوربهتوب د تهران او بیجینګ مذاکرات پیلیږي.





