ايران: ورستیو بريدونو کې له درې زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي
ايران خبر ورکړی، چې پر دغه هېواد د اسرا... او امريکا ګډو بريدونو کې له درې زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
د ياد هېواد د عدلي طب مشر رييس عباس مسجدي ويلي، تراوسه د ۳۳۷۵ تنو مړينه ثبت شوې ده.
هغه ويلي، د یادو کسانو له ډلې نږدې ۵۰۰ ښځې دي.
سرچينې زياته کړې، وژل شویو کسانو کې، د افغانستان، سوريې، عراق، پاکستان، چین او لبنان وګړي هم شامل دي.
پر ایران د امریکا او اسرا... بريدونو شاوخوا ۴۰ ورځې دوام وکړ او د ځينو منځګړو هېوادونو په هڅو یې لنډمهالی اوربند وکړ.
که څه هم تېره ورځ د د اسلام اباد په کوربه توب د ايران او امريکا مذاکرات ترسره شول؛ خو دغه مذاکراتو کومه پايله ورنکړه او دواړه لوري بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شول.
د امريکا مرستیال ولسمشر جيډي وېنس وويل، دوی خپلې سرې کرښې ايران ته ويلي، اوس د منلو او نه منلو اختیار د ايران په لاس کې دی.
همدې حال کې ایران هم ويلي، چې امريکا دا توانایي نلري چې د ایران باور جلب کړي.





