د مذاکراتو له ناکامېدو وروسته؛ سنټکام د شپنيو عملياتو انځورنه خپاره کړي
د ايران او امريکا ترمنځ د پاکستان په کوربه توب مذاکرات چې تېره ورځ ناوخته پيل شول، له ۲۱ ساعته خبرو کولو وروسته بې پايلې پای ته ورسېدل.
هممهاله بیا د مذاکراتو له ناکامېدو وروسته د امريکا مرکزي قومنداني (سنټکام) د شپنيو عملياتو انځورونه خپاره کړي دي.
که څه هم د دغه انځورونو د ثبت دقيقه نېټه څرګنده نه ده؛ خو ځيني شنونکي باور لري، ښايي بیا د ایران پر وړاندې يوه لویه جګړه پيل شي.
هاخوا د وېنس په مشري امريکايي پلاوی واشنګټن او د قالیباف په مشري ایرانیپلاوی تهران ته ستون شوی دی.
همدې حال کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند خبر ورکړی، چې هېواد يې په ديپلوماسي باور لري او د ستونزو حل يې ګڼي.
بلخوا بیا پاکستان ډاډ ورکړی، چې هېواد به يې د دواړو لوريو ترمنځ د مذاکراتو بیا پیل لپاره هڅې وکړي.





