پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ زیلنسکي: شریکانو راسره د توغندیو د راکولو ژمنې کړي خو لا یې هم نه دي راکړي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي، پر اېکس لیکلي تېره شپه پر دغه هېواد د روسیې له لوري د ۷۰۰ بې پیلوټه الوتکو، بالستیک او کروز توغندیو بریدونه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د دغه بریدونو له امله شاوخوا ۱۰۰ تنه ټپیان شوي او یو ماشوم وژل شوی دی.
هغه لیکلي، له خپلو خلکو دفاع ته دوام ورکوي او له هالنډ سره په ګډه کار کوي ترڅو دفاعي تجهیزات برابر کړي.
زیلنسکي همداراز لیکلي، روسیه د دې ارزښت نلري چې نړۍ دې ترې بندیزونه لرې کړي او پر دغه هېواد باید بندیزونه دوامدار وساتل شي.
هغه همداراز له ایټالیا، جرمني او ناروې مننه کړې چې اوکراین ته د دفاعي تجیزاتو په برابرولو کې مرسته کوي.
نوموړی دغه راز لیکلي، چې د نړیوالې ټولنې لخوا ورسره د پایټروت دفاعي سیستم ته د توغندیو د ورکړې ژمنې نه دي عملي شوي.





