وېنس به په دویم پړاو مذاکراتو کې د امریکایي پلاوي مشري وکړي
سي ان ان خبر ورکړی، چې د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وېنس به له ایران سره په دویم پړاو مذاکراتو کې د امریکايي لوري مشري وکړي.
ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه مذاکرات به د پنجشنبې د اسلام اباد یا هم جینوا کې پیل شي؛ خو لا یې هم کره نېټه څرګنده نه ده.
هاخوا بیا ځینو پاکستاني رسنیو لیکلي چې، دغه مذاکرات به سعودي عربستان او ترکیې ته د پاکستان د لومړي وزیر له سفر وروسته اسلام اباد کې پيل شي.
شهباز شریف نن سعودي عربستان ته په دوه ورځني سفر لاړ او بیا به له هغه ځایه ترکیې ته هم سفر ورکړي.
رسنیو د نومړي د سفر موخه منځني ختيځ کې د ستونزو د حل په موخه خبرې یادې کړې دي.
هاخوا بیا د امریکا مرکزي قومنداني ویلي، چې د ایران بندرونه یې خپل کنټرول کې اخیستې او دغه هېواد د سمندر له لارې هېڅ ډول سوداګري نشي کولای.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او ایران ترمځ لومړی پړاو مذاکرات ناکام شول.
ایراني لوري د مذاکراتو د ناکامېدو علت د امریکا نه منل کېدونکې غوښتنې یادې کړې وې.





