ټرمپ: ښايي د اوربند د هوکړې د نهایي کېدو لپاره پاکستان ته سفر وکړم

April 17, 26 Hamdullah Danish

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د اوربند د هوکړې د نهايي کېدو په موخه ښايي پاکستان ته سفر وکړي.
فاکس نیوز لیکلي، که هوکړه په اسلام اباد کې وشي؛ نو ټرمپ به هم سفر وکړي.
ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې امریکا او ایران په یوه لنډ مهالي اوربند له هوکړې وروسته د اسلام اباد به کوربه توب یو پړاو مذاکرات وکړل؛ خو کومې پایلې ته ونه رسېدل.
له همدې مذاکراتو وروسته د پاکستان لومړي وزیر د دویم پړاو د مذاکراتو د بيا پیل لپاره سعودي عربستان او قطر ته په سفر ووت او د پوځ مشر یې ایران ته سفر وکړ.
همدې حال کې بیا ځینو ایراني رسنیو لیکلي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر به نږدې وخت کې واشنګټن ته هم سفر وکړي.
د یادونې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ د دویم پړاو مذاکراتو د پیل نېټه او ځای نه دی اعلان شوی.