ټرمپ: چین هوکړه کړې چې ایران ته به وسلې نه ورکوي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټروت سوشیال لیکلي، د چین ولسمشر شي جینګ پینګ ورسره په خبرو کې هوکړه کړې، چې هېواد به یې ایران ته وسلې نه ورکوي.
ټرمپ دغه راز لیکلي، د هرمز تنګی به د تل لپاره پرانیزي.
ټرمپ ویلي، دغه تنګی نه یوازې د نړۍ؛ بلکې د چین لپاره هم خلاصوي.
هغه زیاته کړې؛ د دغه تنګي خلاصول ښه خبره ده؛ خو هممهاله یې خبرداری ورکړی که ستونزې جوړې شي، امریکا په جګړه کې له ټولو پیاوړې ده.
ټرمپ د چین له لوري ایران ته د وسلو د ورکړې خبره داسې مهال کوي، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ایران د وسلو ورکولو راپورونه بې اساسه وبلل او دغه څرګندونې یې د امریکا له لوري پر چین د تعرفو لګولو لپاره بهانه وبلله.
دغه څرګندونې داسې مهال کیږي، چې د ایران بندرونه د امریکا تر محاصرې لاندې دي؛ خو همدې حال کې بیا د ایران پوځ ګواښ کړی، که امریکا د ایران بندرونو کې محاصره ماته نکړي؛ نو دوی به هم د عمان او سور سمندرګی وتړی او له دغې لارې به بیا د کښتیو تېرېدل د اوربند په معنا وي.





