روسیه: د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د افسوس وړ دي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له یو روسي رسنې سره په خبرو کې ویلي، که افغانستان او پاکستان وغواړي، هېواد یې چمتو دی چې د د دواړو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
کابلوف د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې د خواشینۍ وړ بللي او د افغانستان، پاکستان، چین او روسیې ترمنځ د څلور اړخیز فورم د جوړېدو امکان یې هم یاد کړی دی.
نوموړي همداراز د دواړو هېوادونو د ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې اوزیاته کړې ده، چې اوسنی وضعیت د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي.
دا په داسې حال ده، چې دکابل او اسلام اباد ترمنځ د سولې خبرې اته ورځې وړاندې د چین په منځګړيتوب په اورمچي ښار کې ترسره شوې.





