چین او روسیې د دواړو هېوادونو ترمنځ په شویو هوکړو د عملي کېدو ټینګار کړی

April 15, 26 Hamdullah Danish

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر اېکس لیکلي، چې دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره لیدلي او په دوه اړخیزه اړیکو یې ټینګار کړی دی.

دوی په دغه لیدنه کې زیاته کړې، چین او روسیه دې له روانو فرصتونو ګټه واخلي او شوي تړونونه دې عملي کړي.

سرچینې دغه راز زیاته کړې، دغه لیدنه کې د منځنۍ ختيځ د جګړې ترڅنګ د اوکراین د جګړې په تړاو هم خبرې شوي او دواړو لوریو خپل نظرونه تبادله کړي دي.

د یادونې ده، چې په دغه لیدنه کې د پوتین او شي جینګ پینګ ترمنځ د لیدنې همغږي هم شوې ده.