اکسيوس: منځګړي هېوادونه د امریکا او ایران د اوربند تمدید ته نږدې شوي

April 15, 26 Farmanullah zubairzai

اکسيوس خبرې اژانس راپور ورکړی، چې منځګړي هېوادونو د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د تمدید لپاره نږدې شوي او هڅه کوي، چې د راتلونکې اونۍ د پای ته رسېدو مخکې اوربند تمدید او يو ځل بیا د دغه هېوادونو ترمنځ مذاکرات پیل شي.

 د منځګړي هېواد يو چارواکي ويلي، چې امریکا او ایران په اصولي ډول د اوربند د تمدید پر سر موافقې ته نږدې شوي، څو نورې ډیپلوماټیکې خبرې ترسره کړي.

بلخوا، سي‌اېن‌اېن د یوه امریکایي چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې امريکا لا تر اوسه په رسمي ډول د اوربند د تمدید سره موافقه نه ده کړې، خو له ایران سره یې اړیکه لا هم روانه ده.