حق شناس: د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالاتو کې نږدې ۴۰٪ ډېروالی راغلی

April 19, 26 Hamdullah Danish

د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې د ۱۴۰۳ کال په پرتله په ۱۴۰۴ کال کې ۳۹.۱٪ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر اېکس لیکلي، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې په مجموعي ډول شپږ میلیونه ۱۱۹ زره او ۴۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي په داسې حال کې چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د انتقالاتو اندازه ۴.۳ میلیونه مټریک ټنه وه، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د انتقالاتو اندازه ۳۹.۱ سلنه ډېروالی ښيي.

هغه زیاته کړې، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې، ۱۰۳ زره او ۹۴۴ واګونه هندواڼې تخم، نخود، مس او د انارو جوس هم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړی دی.

نوموړي همداراز لیکلي، په یاده موده کې یې، څلور زره او ۶۳۶ څلوېښت فوټه کانتینره سوداګریز توکي چې پکې مایع ګاز، غنم، تېل، اوړه، سمنټ. کاشي او نور توکي شامل وو، صار او وارد شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د صادراتو کچه ۷۴ زره او ۷۵۲ مټریک ټنه او د دغې کچې د ډېرېدو لپاره هڅې روانې دي.

هغه ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې به لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.