قزاقستان: افغانستان سره سوداګري ٣ میلیارده ډالرو ته لوړو

April 18, 26 Nazo omari

قزاقستان غواړي په راتلونکو څو کلونو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه له شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو څخه ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
د  قزاقستاني رسنیو د راپورونوله مخې، ددغه هېواد چارواکو څرګنده کړې، چې اوسنی تجارت تر ډېره پر صادراتو ولاړ دی، چې پکې غله، کرنیز توکي او نوراړین توکي شامل دي.
دوی همداراز ویلي، د ټرانسپورتي او لوژستیکي لارو کمښت د سوداګرۍ پر وړاندې یو لوی خنډ دی چې په همدې تړاو یې د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم او ارزښتناک ګام بللی دی.
قزاقستان افغانستان د یو مهم ترانزیټي دهلېز په توګه ارزوي، ځکه د افغانستان له لارې کولی شي د سویلي اسیا او منځني ختیځ بازارونو ته اسانه لاسرسی ومومي.