پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره: هېواد کې د طبيعي پېښو له امله د قربانيانو شمېر ۱۵۷ ته ورسېد
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ويلي، هېواد د ورستيو طبيعي پېښو (سېلابونو، ورښتونو، تندر لوېدو او چت غورځېدو) پېښو کې ۱۵۷ تنه مړه شوي دي.
د يادې ادارې وياند يوسف حماد ويلي، دغه پېښو کې ۲۲۹ تنه نور ټپيان شوي هم دي.
هغه زياته کړې، په ټول هېواد کې ۶ زره او ۸۶۵ کورنه په بشپړ او سطحي ډول ويجاړ شوي او ۱۸ زره او ۵۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
يادې ادارې خلکو ته سپارښتنه کړې، چې خوړونو او د سیندونو غاړو ته دې نه نږدې کيږي.





