ټرمپ نړۍ ته: يا له مونږ تېل واخلئ يا د هرمز تنګی خلاص کړئ

March 31, 26 Hamdullah Danish

 د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټروت سوشيال ليکلي، هغه هېوادونه چې د جيټ الوتکو تېل نلري، يا دې يې له امريکا واخلي او يا دې هم د ځان لپاره هرمز تنګی خلاص کړي.

نوموړي دغه څرګندونې بریتانیا ته په خطاب کې، چې له امريکا سره يې د ايران پر وړانډې جګړه کې برخه وانخسته، د مشورې په توګه کړي دي.

ټرمپ زياته کړې، زړورتيا پيدا کړئ، د هرمز تنګی خلاص کړئ، بيا به تاسو پوه شئ، چې د ځان لپاره جګړه کول څه ډول وي.

نوموړي دغه راز ليکلي، څنګه چې تاسو له مونږ سره مرسته ونکړه، دغه راز به امريکا هم له تاسو سره مرسته ونکړي.

هغه ادعا کړې، چې ايران تر ډېر ځپل شوی، نړۍ دې لاړه شي او خپل تېل دې ترلاسه کړي.

ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د‌ بريتانيا لومړي وزير کر سټارمر د ايران په وړاندې جګړه کې له امريکا سره ونه‌درېد او دغه کار یې د ملي ګټو په موخه ياد کړ.

ياده دې وي، چې ټرمپ له دې وړاندې په ناټو هم نيوکې کړې وې، چې ولې یې د ميلياردونو ډالرو د مصرف په بدل کې د امريکا ملاتړ ونکړ او دغه سازمان یې هم کاغذي زمری بللی وو.