اماراتو کې يو شمير نړۍوالو بانکونو خپلې څانګې تړلي
رويټرز خبر ورکړی، چې دوو نړۍ والو بانکونو سیټي (Citigroup) او سټنډرډ چارټرډ ب (Standard Chartered) بانکونو په متحده عربي امارتوکې د دوبۍ دفترونه تړلي او کارکوونکو ته یې سپارښتنه کړې، چې تر بلې خبرتيا پورې له کورونو څخه کار وکړئ.
په راپور کې راغلي، سیټيبانک (Citigroup) خپلو کارکوونکو ته ویلي چې د دوبۍ د نړیوال مالي مرکز (Dubai International Financial Centre – DIFC) او د اوډ مثه (Oud Metha) سیمې دفترونه خالي کړي او له کورونه څخه خپل کارونه پرمخ يوسئ.
بلخوا بریتانیې سټنډرډ چارټرډ بانک (Standard Chartered) اعلان کړی چې د امنیتي تدابیرو تر ښه کېدو پورې يې په قطر کې HSBC بانک څانګې تر بلې خبرتیا پورې تړلې دي.
يادو بانکونه دغه پرېکړه ورسته له هغې کړې، چې ايران په منځني ختیځ کې د بانکونه د نښه کولو خبردار ورکړ.





