خليلزاد: ايران کې د تېلو زېرمې په نښه کول به بدې پایلې ولري

March 11, 26 KohiNoor

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که امریکا د ایران د خارګ ټاپو کنټرول ترلاسه کړي او له هغه ځایه پوځي او اقتصادي فعالیتونه اداره کړي، نو دا کار به د تهران پر رژیم د فشار راوړلو لپاره واشنګټن ته ستر امتیاز ورکړي. 

د خلیلزاد په باور، په دې ډول به اړتیا نه وي چې د ایران د نفتو مهمې زیربناوې په نښه او ویجاړې شي.

خلیلزاد وایي، که پر خارګ ټاپو مستقیم برید وشي او دا ټاپو ویجاړ شي، نو دا اقدام به برعکس پایله ورکړي او وضعیت به نور هم پېچلی او زیانمن کړي.

خارګ ټاپو "فارس خلیج" په اوبو کې د ایران نفتو له مهمو زیرمتنونو څخه ده چې نږدې ۸۰سلنه نفت له همدغه ځایه څخه تولیدیږي.