بوسفورس تنګي ته نږدې د روسیې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ باندې برید شوی
تور سمندر کې بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) د روسيې «التورا» په نوم ټانکر باندې برید کړی، چې د نووروسییسک بندر څخه یې تېل لېږدول
نړۍ والو رسنيو خبر ورکړی، دا برید د بوسفورس تنګي څخه شاوخوا ۱۵ میله لرې ترسره شوی او یاد ټانکر شاوخوا یو میلیون بېرله تېل لېږدول.
په راپور کې راغلي، چې دا بېړۍ د روسیې د «سیوري بېړیو» (Shadow Fleet) برخه ده او د سیرالیون تر بیرغ لاندې استانبول ته روانه وه.
د راپورونو له مخې، د بېړۍ پل (Bridge)، د انجن خونه زیانمن شوي، بېړۍ ته اوبه دننه شوي او عملې د مرستې بېړنی پیغام يې هم (Distress Signal) خپور کړی.
دا د روان کال له پیل راهیسې لږ تر لږه پنځمه ورته پېښه ده، چې پکې د روسیې له تېلو سره تړلې بېړۍ په نښه کېږي.





