ټولګټو چارو وزارت: تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹ زره او ۲۶۱ مټریک ټنه توکي انتقال شوي
خبريال: حسین الله محمد خېل
د ټولګټو چارو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس پر اېکس ليکلي، چې تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹ زره او ۲۶۱ مټريک ټنه توکې انتقال شوي دي.
هغه ويلي، چې له یادو انتقالاتو څخه ۴۹۰ زره او ۸۳۱ ټنه له حیرتان بندر څخه، ۷۰ زره او ۸۰۸ ټنه له اقینې بندر څخه، ۸۱ زره او ۱۴۸ ټنه له خواف-هرات پټلۍ څخه او ۸۶ زره او ۴۷۴ ټنه له تورغونډۍ بندر څخه انتقال شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې له یادو انتقالاتو څخه درې زره ۶۳۳ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انار جوس دي.





