د ايران سرې میاشتې ټولنه: روانه جګړه کې نږدې ۹۳ زره ملکي ودانۍ زیانمنې شوې
د ايران سرې مياشتې ټولنې خبر ورکړی، پر ايران د امريکا او اسرا... د بریدونو له پیل راهیسې ۹۲ او ۶۶۲ ملکي ودانۍ زیانمنې شوې، چې له ډلې يوازي ۷۱ زره او ۲۵۶ د استوګنې کورونه دي.
په راپور کې راغلي، په د غه بريدونو کې د ايران ۲ زره او ۳۹۲ سوداګریزې ودانۍ ، او ۲۹۰ روغتیايي مرکزونه په نښه شوي دي چې دا یو جنګي جنایت بلل کېږي.
د سرې مياشتې د معلوماتو له مخې، چې ۶۰۰ ښوونځي زیانمن شوي دي، چې تر ټولو مهم یې د میناب ښوونځی و.





