ايران د دوبۍ په سواحلو کې د کويټ د تېلو يو ټانکر په نښه کړی
رويټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې ايران د دوشنبې په ورځ د دوبۍ سواحلو ته نږدي د کويټ د السلمي په نوم د خامو تېلو وړونکي ټانکر باندې بريدونه کړي دي.
راپور کې راغلي، دغه بريدونه د ډرون الوتکو په واسطه شوي، چې له امله يې ياد ټانکر اور اخيستی.
د کويټ دولتي خبري اژانس د معلوماتو پر اساس، دغه ټانکر شاوخوا دوه میلیونه بېرله تېل انتقالول چې ارزښت یې له ۲۰۰ میلیونه ډالرو څخه ډېر وو.
د کويټ دتیلو شرکت ويلي، چې دغه ټانکر د بريد له امله تېلو بيې لوړې شوې چې اوس مهال يې دزیان ارزونه روانه ده.
همدې حال کې بیا په امریکا کې تر درې کلونو وروسته د پېټرلو منځنۍ بیه په هر ګیلن کې څلور ډالره لوړه شوې.





