کانونو وزارت: ترکي شرکتونو افغانستان کې د سروزرو کانونو د استخراج په برخه کې لېوالتيا ښودلې
خبريال: حسین الله محمد خېل
د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، د دغه وزارت مشر ملا هدایت الله بدري د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدلي او افغانستان کې يې د کانونو په برخه کې له شته فرصتونو د ګټې اخیستنې په موخه خبرې کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ترکیې شارژدافیر څرګنده کړه، چې ترکي شرکتونه لېوالتیا لري تر څو د سروزرو او نورو کانې زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.
د سرچینې په وینا، هدایت الله بدري سادین ایلدیز ته د افغانستان د کانونو په برخه کې دپانګونې بلنه ورکړې ده.





