ټولګټو چارو وزیر د ايران له سفیر سره پر اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو خبرې کړې
د ټولګټو وزارت وزير ملا محمد عیسی ثاني، د وزارت تخنيکي مرستيال مولوي عبدالکریم فاتح او يو شمېر ريسانو د ايران له سفیر علي رضا بيکدلي سره کتلي دي
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چی په دې ناسته کې دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړيکو د پراختيا او د اوسپني پټلۍ پروژو رغول، د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو د زیاتوالي او د ترانزیټ د اسانتياوو په برخه کی خبرې شوي دي.
حق شناس زياتوي، چې د دغی ناستې پاي کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا، د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي او د بنسټیزو پروژو په برخه کې ټینګار شوی دی .





