رضا امیري: د بندرونو محاصره کول غیر قانوني او غبرګون پاروونکي دي

April 14, 26 Hamdullah Danish

اسلام اباد کې د ايران سفير رضا امیري مقدم ويلي، چې د امريکا له لوري د بندرونو محاصره کول غیر قانوني او غبرګون پاروونکي دي.

هغه زياته کړې، د امريکا دغه ډول کړنې به سیمه کې کړکېچ نور هم ډېر کړي.

رضا زياته کړې، د امريکا يادې کړنې دا پیغام لري، چې ټول کارونه دې د زور له لارې وشي، چې پايله يې له زيان پرته بل څه نه ده.

هغه ټينګار کړی، چې «اقتصادي ترهګري» د سيمې خلک په خطر کې اچوي.

هغه يادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې ټرمپ د هرمز تنګي ترڅنګ د عمان او عرب سمندرګي د محاصرې امر کړی او خپلې جنګي بېړۍ يې هم يادو سیمو ته استولي دي.

هاخوا بیا ایران ګواښ کړی، چې د هرمز تنګي د محاصرې په وړاندې جدي غبرګون ښيي او چاته اجازه نه ورکوي، چې د ايران بندرونه محاصره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ښايي ايران او امريکا يو ځل بیا د همدې اوونۍ په پای کې د خبرو مېز ته کېني.