کډوالو وزارت: زرګونو راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو سره مو مرستې کړي

April 11, 26 KohiNoor

خبريال: حسین الله محمدخېل 

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې روانه اونۍ په کابل، بدخشان، پکتیکا، سرپل، ننګرهار، فراه او لغمان ولايتونو کې له ۵ زره او ۷۴۰ راستنو شویو، بی ځايه شویو او اړمنو کورنیو سره نغدي، خوراکي او روغتیايي توکو مرستې شوې دي.

 د سرچينې په وينا، ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دویمو واحدونو په همغږۍ، د همکارو بنسټونو له لوري، په کابل کې له ۱۳ کورنیو سره ۳۴۸ زره ۴۰۰ افغانیو او روغتیايي کڅوړو، پکتیکا کې ۴ زره ۶۱۰ کورنیو سره ۳۴ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو او د خوراکي توکو او روغتیايي کڅوړو، بدخشان کې ۴۷ کورنیو ‏سره ۶۸۹ زره ۸۰۰ افغانیو، سرپل کې ۲۸ کورنیو سره ۳۵۳ زره ۲۰۰ افغانیو، ننګرهار کې ۹۴۵ کورنیو سره ۱۳ میلیونه ۸۵۵ زره افغانیو، فراه کې ۹۷ کورنیو سره یو میلیون ۴۵۵ زره افغانیو او لغمان کې ۲۳۲ کورنیو سره د روغتیايي کڅوړو مرستې وشوې.

د مسؤلینو په وينا يادې مرستې به اړمنو خلکو ته لا هم دوام ولري .