زيلنسکي: ځينو عربي هېوادونو سره مو تړون کړی او ډرونونه ورته صادروو
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي ويلي، چې هېواد یې له سعودي عربستان، قطر او متحده عرب اماراتو سره تړون کړی، چې ډرون به ورته صادروي.
هغه زياته کړې، لس نورو هېوادونو هم ترې د ورته تړون غوښتنه کړې؛ خو تراوسه ورسره کومه هوکړه نه ده شوې.
نوموړي دغه راز ويلي، د ياد تړون له مخې، به د اوکراين دغه تکنالوژي له همدې هېوادونو سره په ګډه جوړيږي او راتلونکي کې به يادو هېوادونو ته هم وغځيږي.
نوموړي پر اېکس ليکلي دي، چې دغه تړون د لس کلونو لپاره شوی او د ډرون ترڅنګ پکې د وسلو د صادرولو او تولید نورې برخې هم شاملې دي.
نوموړي دغه راز ليکلي، جرمني، ناروې، سويډن او هالنډ سره هم په يادو برخو کې په ګډه کار کوي او د ښو پايلو هيله لري.
زيلنسکي دغه څرګندونې داسې مهال کوي، په غربي هېوادونو د ايران له بريدونو وروسته هغه د سعودي عربستان په ګډون ځينو عربي هېوادونو ته د ډرون ضد وسلو د ورکړې وړاندیز وکړ.





