ایران: له امریکا سره په راونو خبرو کې پرمختګ شوی
ایران وايي، له امریکا سره په خبرواترو کې پرمختګ شوی دی.
رویټرز د ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې پرمختګ شوی؛ خو د اټومي وسلو او او د هرمز تنګي په تړاو ناندرۍ اوس هم شته.
بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د غوره خبرو اترو یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې د هرمز تنګي سمندري پر سر د ایران فشار او باج اخېستنه ورته د منلو وړ ده.
د یادونې ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند پای ته څو ورځې پاتې دي.
وړاندې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې له امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتو نه دي.





