بقايي: زمونږ یورانیم د ایران په څېر مقدس دي او هیڅوک یې نشي وړلای

April 18, 26 Hamdullah Danish

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ټرمپ هغه څرګندونو ته چې ویلي وو، د ایران غني شوي یورانیم به امریکا ته ولېږدوي، ویلي: ((د ایران یورانیم د ایران د خاورې په څېر مقدس دي او هېڅ حالت کې یې بل ځای ته د لېږد اجازه نه ورکوو.))

تسنیم خبري اژانس د نوموړي له قوله لیکلي، له امریکا سره د یورانیمو د لېږد په تړاو ایران کومه هوکړه نه ده شوې.

هاخوا بیا ټرمپ له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه، چې ایران ورسره په دې برخه کې هوکړه کړې او له ایران به د یورانیمو د لېږد پروسه دغه هېواد ته د امریکايي ځواکونو د لېږد او ایران په همکاري ترسره شي.

ټرمپ زیاته کړې، د ایران یورانیم به امریکا ته ولېږدوو او بیا به هېڅ جګړه پېښه نشي.

همدې حال کې بیا ایراني چارواکو د ټرمپ څرګندونې دروغ بللي او ویلي یې دي، د یورانیمو د لېږد پروسه هېڅ وخت د ایران انتخاب نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ ویلي، د ایران په بندرونو به محاصره جاري وي، شتمني به یې کنګل وي او که تر چهارشنبې یوې اوږدمهالې هوکړې ته ونه رسېد بیا به پرې بریدونه پیل کړي.