بقايي: اروپا په ښکاره د سولې خبرې کوي؛ خو په پټه له امريکا او اسرا... ملاتړ کوي

April 19, 26 Hamdullah Danish

د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي پر اېکس ليکلي، اروپايي ټولنه په ښکاره ډول نورو ته د اوربند او سولې خبرې کوي؛ خو په پټه بيا د امريکا او اسرا... له لوري جګړې ته شین څراغ بلوي.
هغه اروپايي ټولنه تورنه کړې، چې خپله نړيوال قانون نه عملي کوي؛ خو نورو ته په وعظ کولو يې رياکاري اوج ته رسېدلې ده.
بقايي دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې د اروپايي کمېسیون مرستیالې کاجا کالاس ويلي، ايران دې هرمز تنګي پرته له قید او شرط پرانيزي.
هغې زياته کړې، ايران دې د ترانزيت په بدل کې فيس نه اخلي.
بلخوا بيا بقايي ويلي، له هرمز تنګي د بې قید او شرطه تېرېدو افسانه هغه وخت ختمه شوه، چې امريکا د ايران بندرونه محاصره کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې ايران تېره ورځ هرمز تنګي په دې شرط پرانست چې امريکا به د ايران په بندرونو محاصرې پای ته رسوي؛ خو ټرمپ دغه څرګندونې رد کړې او ايران د هرمز تنګی بیرته وتړه.