پزشکیان: ټرمپ څوک دی، چې مونږ به له خپلو حقونو بې برخې کړي؟
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یو مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، امریکا حق نلري، چې ایران دې اټومي انرژي ته له ودې ورکولو را وګرځوي.
هغه ټرمپ ته په خطاب کې ویلي، ((هغه څوک دی، چې یو ملت له خپلو مشروع حقونو څخه محروم کړي.))
نوموړي له ټرمپ غوښتي، چې د ایران خپلواکي ته دې درناوی وکړي.
له دې وړاندې بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې له ایران سره یې په ډېرو برخو کې هوکړه کړې؛ خو تر ټولو مهمه موضوع چې هستوي وسلې دی، پاتې ده.
همدې حال کې بیا د روسیې د حکومت ویاند دیمتري پسکوف له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې ایران هم د نورو هېوادونو به څېر د هستوي وسلو د درلودلو حق لري.
د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي موضوع پر سر نانندرۍ وروسته له هغه ډېرېږي، چې ټرمپ د اوږد مهال اوربند لپاره شرط له ایران څخه امریکا ته د غني شویو یورانیمو لېږد یاد کړ؛ هغه چې ایران رد کړی دی.





