روسیه: د ايران او امريکا ترمنځ د ستونزو د حل په موخه همکاري ته چمتو يو
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره په تيليفوني خبرو کې د ايران او امريکا ترمنځ د ستونزو په ډيپلوماتيک حل ټينګار کړی او ويلي دي، چې روسيه د دواړو هیوادونو تر منځ د کشالې د حل په موخه چمتو ده.
لاوروف دغه راز زياته کړې، چې امريکا او ايران دې د اوربند په تړاو پاکستان کې شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
هممهاله بيا عراقچي د هرمز تنګي او د امريکا له لوري د ايران د نيول شوې سوداګريزې بېړۍ په تړاو د خپل هېواد دريځ روسيې ته بیان کړی دی.
نوموړي دغه راز ويلي، ايران هڅه کوي، چې د روسیې بېړۍ په خوندي ډول او له ځنډ پرته تېرې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ايران په بندرونو د امريکا محاصره روانه ده؛ هغه چې ايران يې د مذاکراتو مخکې خنډ بولي.





