عراقچي: ايران پوهيږي چې د زور ځواب څه ډول وايي
د ايران د بهرنيو چارو وزير سید عباس عراقچي ويلي، ايران دا توانایي لري، چې د زور ځواب څه ډول ورکړي.
نوموړي پر اېکس ليکلي، د ايران پر بندرونو محاصره، د سوداګریزې بېړۍ نيول او عمله يې يرغمل کول د اوربند له اصولو سرغړونه ده.
عراقچي زياته کړې، ايران پوهيږي چې څنګه محدوديتونه بې اغېزې کړي او د زور ځواب وايي.
هغه يادې څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې ټرمپ ګواښ کړی ايران پرته له دې چې اسلام اباد ته د مذاکراتو لپاره پلوی واستوي، بله لار نلري؛ خو ايران ټينګار کوي چې ترڅو د دغه هېواد په بندرونو د امريکا محاصره نه وي ختمه شوي، مذاکرات نه کوي.
دا په داسې حال کې، ده چې ټاکل شوې وه، نن د ايران او امريکا ترمنځ دويم پړاو خبرې پيل شي.





