قطر : له پاکستان سره په اړيکه کې يو، چې د تهران او واشنګټن ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړو
سپونټيک خبري اژانس د قطر دبهرنيو چارو وزارت د ویاند ماجد الأنصاري له قوله ويلي، چې هېواد يې له پاکستاني لورې سره په اړيکه کې دی، چې په اسلام اباد کې د تهران او واشنګټن شته ستونزې او روانه جګړه د مذاکراتو لارې حل کړي.
الآنصاري زياتوي، چې قطر د اسلاماباد په ښار کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د اوربند د خبرو اترو بهیر له نږدې څارې.
د ده په وينا، قطر د نړیوالو لورو او خپلو شریکانو سره اړیکه کې دی، چې تر څو په هرمز تنګي کې د سمندري تګ - راتګ او د اکمالاتي ځنځیرونو خوندیتوب یقیني کړي.
نوموړي همداراز ويلي، چې قطر چمتو دی، چې په لبنان کې د ارامۍ (تاوتریخوالي کمولو) برخه کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.





