اقتصادي معاونیت: فاریاب کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو به ارزښت د برېښنا د درې پروژو چارې پیل شوې
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې د دغه معاونیت د مشر په شتون کې فاریاب کې د یو میلیارد او ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا د لېږد او وېش درې پروژې پیل شوې.
سرچینې لیکلي، په یادو پروژو کې د فاریاب له مرکزي سبسټېشن څخه تر بلچراع او ګرزیوان ولسوالي پورې د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا د لین غځول، په بلچراغ ولسوالي کې د ۱۱۰ کیلوولټ سبسټېشن جوړول، همدې ولسوالي کې د ۱۸ او په پښتون کوټ ولسوالي کې د پنځه مېګا ولټ ـ امپیر ظرقیت لرونکي ترانسفارمرونو له لارې د برېښنا د وېش شبکې شاملې دي.
یاد معاونیت زیاته کړې، دغه پروژې د افغان حکومت له لوري د خصوصي سکتور په همکاري پلې کیږي او چارې به یې په راتلونکو دریو کلونو کې بشپړې شي.





